IQNA

د کینیډا په وینبپګ  کې له غیر مسلمانانو سره ګډ روژماتی ترسره شو

15:00 - March 25, 2023
د خبر لمبر: 3487087
ایکنا-(تهران)د کینیډا د وینیپګ ښار د مسلمانانو ټولنې دخپل روژماتي په دستورو کې  غیر مسلمانانو  هم شریک کړل.

ایکنا د سی بی سي له  قوله راپور راکړ،پرون  د کینیډا د وینیپګ ښار په اسلامی مرکز کې  کابو  دوه سوه کسان سره غونډ شول څو د روژماتي پر دستورو سربیره ، د هغو غیر مسلمانانو کوربه شي ، چې د روژې د میاشتې په باب حساس وو.

د کینیډا د  منیټوبا ولایت اسلامی ټولنې دغه روژماتي دستورې ترسره کړې اوغیرمسلمانانو ته ئې بلنه ورکړه څو په دغو دستورو کې ګډون وکړي.

د ټولنې  مدیره پلاوي یوه غړي روحین عزیز سی بی سی ته ووئيل، سږکال ډير مهم کال دی،ځه مونږ د کوویډ نولس ډوله ناروغۍ د پاي په دلیل هیڅ محدودیت نه لرو.

عزیز دغه راز ووئيل،په روژې مبارکې میاشتې کې د روژې ساتلو څخه  موخه دا ده چې باطني تامل ولرل شو او ایماني او اجتماعي احساس لاپياوړی کړو.

دکینیډا په اوه نیم لکه نفوس لرونکي وینیپګ  ښار کې  کابو پنځه ویشت زره مسلمانان ژوند کوي. دغه ښار د منیتوبا ولایت مرکز دی.

 https://iqna.ir/fa/news/4129838/%D    

captcha